(نيويارک) – د بشري حقونو څار ادارې نن د ۲۰۲۱ کال په کلني راپور کې ویلی چې که څه هم په ۲۰۲۰ کال کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شول، خو افغانستان د ملکیانو لپاره يو مرګونی هېواد دی. د کویډ-۱۹ ساري ناروغۍ په هېواد کې ژور بشري ناورین په چټکۍ سره نور هم پسې ناوړه کړی دی.
د طالبانو له لوري د چاودېدونکو توکو کارول د ملکي مرګژوبلې اصلي لامل دی. د افغانستان د حکومت له لوري هوايي بریدونو هم لسګونه ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده چې ډېر لږ په سمه توګه پلټل شوي دي. باور دا دی چې د اسلامي دولت وسلهواله ډله هم پر ملکیانو د لویو بریدونو مسئوله ده. د افغانستان ښځې او ماشومان د جګړې د تلفاتو نیمايي برخه جوړوي.
د بشري حقونو د څار ادارې د آسیا څانګې رئیسې، پټريشیا ګوسمن وايي: «پهداسې حال کې چې د سولې مذاکرات پیل شوي دي، خو جګړه لا هم روانه ده او د افغانستان د جګړې ټول اړخونه په پرله پسې توګه ملکیانو ته سخت زیانونه اړوي.» هغه زیاتوي: «هغه هېوادونه چې د سولې د بهير ملاتړي دي، باید د ملکيانو د ژغورنې لپاره پر ټینګو ژمنو ټینګار او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د زدهکړې حقونو او د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ وکړي.»
د ۲۰۲۱ کال نړیوال راپور د ۳۱م چاپ په ٧٦١ مخ کې د بشري حقونو څار ادارې تر ۱۰۰ ډېرو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې ده. اجرايیه ريیس، کينیت روتKenneth Roth په خپله پیلیزه لیکنه کې استدلال کړی چې د متحده ایالاتو راتلونکې اداره باید په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسيو کې بشري حقونو ته درناوی درج کړي چې د متحده ایالاتو په راتلونکو ادارو کې هم وژغورل شي، چې ښايي بشري حقونو ته ډېرې ژمنې نهوي. روت ټینګار کوي چې که د ټرمپ ادارې ډېری وختونه د بشري حقونو له ملاتړ څخه ډډه وکړه، نورو حکومتونو د حقونو د اتلولۍ لپاره ګام واخیست. د بايډن اداره هم باید لهدې هلو ځلو سره يو ځای شي او سترګې پر پټې نهکړي.
د بين الافغاني مذاکراتو لومړنی پړاو د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شو. د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د ښځو د حقونو ډلو او نورو فعالانو له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغانانو د پراخ ګډون او په اساسي قانون کې د ښځو د تضمین شوي مساوات او په هر ډول حالاتو کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره غږونه پورته کړل.
د افغانستان حکومت د هغو لوړ پوړو چارواکو په محاکمه کولو کې پاته راغلی دی چې د غیر قانوني وژنو، جنسي تېریو او شکنجو مسوول دي، د دوی له منځه يو هم کرام الدين کریم دی چې پر ګڼو ښځينه لوبغاړو د جنسي تېریو تورن دی. په جنوري میاشت کې لويي څارنوالۍ ۱۸ تنه په لوګر کې پر سلګونو زدهکوونکو شویو تېریو په تور ونیول. خو هېڅ پولیس او يا لوړپوړی چارواکی د دې تورونو په تړاو نه دی نیول شوی.
باور کېږي چې طالبان د هلمندي ژورنالیست، الیاس داعي په ګډون چې د نومبر پر ۱۲مه د مقناطيسي بمب په واسطه ووژل شو، پر ژورنالیستانو يو لړ شویو بريدونو کې ښکېل دي. ځینو حکومتي چارواکو هم ژورنالیستان ګواښلي دي، خو حکومتي چارواکو د رسنیو قانون ته هغه وړانديز شوي تعدیلات لغوه کړل چې پر ژورنالیستانو يې سخت محدودیتونه لګولای شول.
په نومبر کې د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د شویو جنګي جنایتونو په اړه څلور کلنه نظامي څېړنه خپره کړه چې د ناقانونه وژنو په اړه يې د هغو ۲۳ پېښو په اړه باوري معلومات خپار کړل چې په ترڅ کې يې ۳۹ ملکي وګړي او زندانیان وژل شوي دي.
د مارچ په ۲۵مه د جنګي جرایمو نړيوالې محکمې (ICC) د استیناف څانګې د ابتدايي محکمې د ۲۰۱۹ کال پرېکړه بېرته واخیسته او د دې محکمې څارنوال ته يې صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو له لوري شوي ممکنه جنګي او بشري جنایتونه وپلټي.
ګوسمن وايي: «نه د افغانستان حکومت او نه هم د امریکا حکومت د جګړې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د عدالت کومه ژمنتیا وښودله.» هغه زیاتوي: «د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې غړي هېوادونه او نور حکومتونه باید پر دې ټینګار وکړي چې یوه باوري حساب ورکونه ارومرو د سولې د مذاکراتو برخه وګرځي.»