Skip to main content

پاکستان ګڼ شمېر افغان کډوال په زوره افغانستان ته راستانه کړل

د حکومت زورزیاتی او ښکېل ملګري ملتونه

(کابل) – د بشري حقونو د څار ادارې نن په يوه خپار شوي راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکو له ګواښونو او زورزیاتي ډک يو کمپاین پر لاره واچوی چې د ۲۰۱۶ کال د جولای له میاشتې را په‌دې خوا نږدې ۶۰۰۰۰۰ افغان کډوال له‌دې هېواده وباسي. د راستنو شویو کډوالو له منځه ۳۶۵۰۰۰ ثبت شوي کډوال دي چې په نړۍ کې تر اوسه د ایستل شویو کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي، دا راستانه شوي کډوال له ډېرېدونکیو وسله‌والو جګړو، تاوتریخوالي، لوږې او بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

دا ۷۶ مخیز راپور، "د پاکستان زورزیاتی او د ملګرو ملتونو ښکېلتیا: په زوره د افغانو کډوالو راستنول" د پاکستان زورزیاتیو او د کډوالو په هڅولو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له‌پاره عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ونډې په اړه اسناد وړاندي کوي؛ د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپله خوښه د کډوالو د راستنولو د پرواګرام پیاوړي کولو او په زور زیاتي د راستنولو پر وړاندې چوپ پاتې کېدو سره د پاکستان له‌خوا په ډله‌يیزه توګه د افغان کډوالو په راستنولو کې ښکېله ده. د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې ملګري ملتونه او نړیوال مرسته ورکونکي باید پر پاکستان فشار راوړي چې زورزیاتی پای ته ورسوي او پاتې ۱.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې پرېږدي او ۷۵۰۰۰۰ نور ناثبت شويو کډوالو ته د پناه غوښتلو اجازه ورکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د کډوالو د چارو مشره څېړونکې او د دې راپور لیکونکې، جیري سيمپسن، وايي: "پاکستان د افغان کډوالو له څو لسیزو کوربه‌توب وروسته، د ۲۰۱۶ کال په نیمايي کې د کډوالو پر وړاندې چې په زور یې له دې هېواده وباسي، په نړۍ کې تر اوسه تر ټولو لوی کمپاین؛ څرنګه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د پاکستان د زورزیاتي او تېریو پر وړاندې و نه درېدله او چوپه پاتې شوه، نړیوال مرسته ورکونکي باید پر حکومت او ملګرو ملتونو فشار راوړي، تر څو پاتې افغان کډوال خوندي کړي او له په زور شړلو څخه یې وساتي."

افغان کډوالو د بشری حقونو د څار ادارې ته ویلي چې د ناخوندي حقوقي موقف او په ژمي کې د شړلو وېري، د پولیسو زورزیاتي، ځورونو، خپلسرو نیونو او د شپې له‌خوا د پولیس چاپو دوی اړ کړل چې له پاکستان څخه ووځي.

کڼو کسانو بیا ویلي چې د جون په وروستیو کې د هر کډوال له‌پاره د UNHCR له‌خوا د نغدي مرستو ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړول، هم مهم هڅونکی لامل وو چې کډوال د پاکستان له زورزياتي څخه راولېږدوي؛ دا په‌داسې حال کې ده چې دوی د جګړو او نا امنیو له امله خپلو سیمو ته نه‌شي ستنېدلی او داسې هم شته چې هېڅ کور او ځمکه نه لري، چې هلته د ژوند له‌پاره ورشي، دې کډوالو دا هم وويل چې په پاکستان کې د افغانستان پر ضد د ناڅاپه دښمنۍ د رامنځته کېدو له کبله يې هم د خطر احساس کاوه.

يو ۲۶ کلن افغان کډوال چې له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره کابل ته راستون شوی، د بشري حقونو څار ادارې ته وويل: "د جولای پر ۱۱مه د شپې ۳:۰۰ بجې پاکستاني پولیس او سرتري زموږ کور ته راغلل، له اجازې پرته زموږ کور ته را ننوتل او زموږ ټول کالي او هر څه یې په غولي راوشیندل. دوی زموږ د کډوالۍ کارتونه وغوښتل، بیا يې را ته وويل چې تاریخونه يې تېر شوي دي. دوی زموږ ټولې پیسې غلا کړې او ويل یې چې له پاکستانه ووځئ."

د پاکستان له‌خوا افغانستان ته د سلګونه زرو ثبت شویو افغانو کډوالو په زوره راستنول د اجباري راستنولو پر وړاندې له نړیوالو حقوقي بندیزونو ښکاره سرغړاوی بلل کېږي؛ په‌دې بندیزونو کې د هغو خلکو په زوره بېرته ستنول شامل دي چې له محاکمې، شکنجې، کوم بل ناوړه چلند او يا ژوند ته د ګواښ له کبله کډوال شوي دي. په‌دې بندیزونو کې هغه مکلفیت هم شامل دی چې د ثبت شویو کډوالو په شمول هېڅ وګړی بژرته ستنیدو څخه، که په‌خپلو سیمو کې له ورته ګواښونو سره مخ هم وي، راګرځوي.

د بشري حقونو د څار ادارې مخکې ویلي چې UNHCR د نغدې مرستو، د افغانستان د وضعیت په اړه کډوالو ته د بشپړو، دقیقو او تازه معلوماتو د نه برابرولو او د کډوالو د اجباري راستنولو پر وړاندې د غږ نه پورته کولو له کبله په زوره د کډوالو د راستنولو د بهیر ملاتړ کړی دی. دا کار د کډوالو په ملاتړ کې د UNHCR د بنسټيز ماموریت خلاف کار دی، له همدې کبله يې دا اداره د پاکستان له‌خوا د کډوالو د يوې لویې برخې په زوره ستنولو کې ښکېله بللې ده.

د نومبر په پیل کې UNHCR وويل چې د مرستو د نشتوالي له کبله به د ډسمبر په نیمايي کې خپلې نغدي مرستې بندي کړي، UNHCR پلان لري چې دا مرستې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې بیا پیل کړي. خو پاکستان ټینګار کوي چې افغانان باید د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر میاشتې د ۳۱مې نيټې پورې له دې هیواده ستانه شي، چې دې سره يو ځل بیا د ژمي په منځ کې د تبعید  له خطر سره مخ کېږي؛ ان که د بشري موخو له‌پاره هم وي، د پاکستان د زورزیاتي له محکومولو پرته د دې مرستو برابرول په اجباري راستنولو کې د ښکېلتیا معنی ورکوي.

د جنوري په ۲۷مه UNHCR د بشري حقونو څار ادارې ته ولیکل چې د بشري حقونو له څار ادارې سره په هغو اندېښنو کې هم‌نظره ده چې یو شمېر هڅوونکو عواملو له پاکستان څخه د کډوالو پر راستنولو کې اغېز درلود، خو دا ادعا يې په کلکه کړې ده چې د نغدي مرستو زیاتولو کډوال راستنېدلو ته هڅولي دي او ټینګار یې کړی چې UNHCR "يوازې هغو کډوالو ته دا مرسته برابروي چې له ژور غور وروسته يې د بېرته ستنېدلو پرېکړه کړې وي."

سيمپسن دا هم وويل: "د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره باید دا افسانه پای ته ورسوي چې له پاکستان څخه د کډوالو د يوې لويې برخې په زوره ویستل، اصلا د خوښې عمل نه دی، که د UNHCR په فکر ستنېدونکو کډوالو ته د نغدې مرستو ورکول په افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدو له‌پاره غوره لاره وي، لږ تر لږه باید څرګنده کړي چې دا مرسته د دې له‌پاره نه ورکول کېږي چې د کډوال ستنېدل داوطلب ښکاره کړي."

د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو په زوره ایستل په‌داسې خطرناک وخت کې پېښ شول چې په افغانستان کې جګړې دومره ملکي کسان وژلي او يا ژوبل کړي چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې يې ساری نه  لیدل کېږي، دې جګړې ۱.۵ میلیونه خلک بې‌ځایه او د نفوس درېیمه برخه له لوږې سره مخ کړي دي.

په دې برسېره، د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو په‌داسې حال کې د ډېریو افغان کډوالو د پناه غوښتنې غوښتن‌لیکونه رد کړي، چې یوازې په ۲۰۱۵ او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یوازې د افغان کډوالو ۳۵۰۰۰۰ غوښتن‌لیکونه ورته رسېدلي؛ په اکټوبر کې اروپايي اتحادیې له پرمختیايي مرستو په ګټنه په افغانستان فشار راوړ چې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو بېرته راستنول ورسره ومني.

د بشري حقونو د څار ادارې دا هم ویلي چې پاکستان باید په ۲۰۱۷ کال کې د هغه وضعیت له رامنځته کولو ډډه وکړي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې را منځته کړی وو او پایله یې د افغان کډوالو شړل شوه. پاکستان باید د پولیسو زورزیاتی او د شړلو ګواښونه پای ته ورسوي او د کډوالو کارتونه لږ تر لږه د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې بیا نوي کړي. UNHCR باید د پاکستاني چارواکو له‌خوا هر نوی راوړل شوی فشار چې له‌دې هیواده د افغان کډوالو د شړلو لپاره وي، وننګوي. نړیوال مرسته ورکونکي باید له پاکستاني چارواکو سره مرسته وکړي چې افغان کډوالو ته مناسب ملاتړ برابر او تر هغه وخته پناه ورکړي چې خپل هېواد ته راستنېدل يې خوندي وي او ملګرو ملتونو د بېړنیو فعالیتونو ملاتړ وکړي.

د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه باید د رد شویو افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو سره بې‌ثباتي ډېره نه کړي، ځکه کابل د راستنو شویو کډوالو د دې لوی شمېر له عهدې څخه نه شي وتلی، په عین حال کې د اروپايي اتحاديې هیوادونه باید افغان کډوالو په اړه د ملي قانون تر سیوري لاندې يو ګټور دريځ غوره کړي او له نیولو څخه يې لاس واخلي.

سيمپسن دا هم وویل: "د ځمکې پر سر يو تر ټولو فقير هېواد، له پاکستان څخه په زوره ویستل شویو کډوالو له ناوړه اغېزو سره مخ دی او د نړۍ د بډایو هېوادونو له‌پاره دا مناسبه نه‌ده چې دې بل شوي اور باندې تیل واچوي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country